د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې د دوه ورځني ښوونیز ورکشاپ د لومړۍ ورځې ترسره کېدل

ghru_admin
Mon, May 18 2026 10:48 PM
Image

نن دوشنبه، د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالحجې الحرام لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غویي له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د پوهنتون غور د کارموندنې مرکز له لوري، د محصلانو د انسجام او خدمتونو عمومي مدیریت په همغږۍ، د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او د وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ، د یو شمېر استادانو، مدیرانو او ګڼ شمېر محصلانو په حضور کې، په علمي او معنوي فضا کې ترسره شو.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته محترم پوهنمل سخي‌مراد غوریانفر د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې آمر، د کاورلېټر پر اهمیت، د هغه پر ادبي او مسلکي لیکدود، موخو، پایلو او اساسي برخو هر اړخیز او ګټور معلومات وړاندې کړل.

ورپسې محترم پوهنیار نثار احمد واحدي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد، د سي وي لیکلو پر اهمیت، د سي وي تعریف او د دندو لپاره د اپلای پر مهال د هغې د رول په اړه مهم او اساسي موضوعات تشریح کړل. همدارنګه محصلانو د پروګرام په عملي برخه کې د کاورلېټر او سي وي د ترتیبولو اړوند تمرینونه ترسره کړل.

همدارنګه محترم پوهنیار اسدالله فیضي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد، د وظیفوي مرکې په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې او محصلان یې وهڅول چې له دې ډول علمي او ښوونیزو پروګرامونو څخه اعظمي ګټه واخلي.

په پای کې، د دې ورکشاپ تنظیموونکو هیله څرګنده کړه چې د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړول به د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت په لوړولو کې اغېزناک تمام شي.

Latest news

Thu, Oct 08 2026 12:48 AM
Background image

Training seminar entitled "Exploring the Role of Online Media and Commercial Advertising in the Job Search and Employment Process"

Today, Wednesday, 24 Rabi-ul-Thani 1448 AH equal to 15 May 1405 AH, an educational seminar entitled "Examination of the Role of Online Media and Commercial Advertising in the Job Search. . .

Sat, Sep 26 2026 11:44 PM
Background image

Five-day training workshop on "Explaining Quality Assurance and Accreditation Standards" by Ghor University Quality Improvement Directorate

Today, Saturday, 13 Rabi-ul-Thani 1448 AH, equal to 4 May 1405 AH, a five-day training workshop on “Explaining Quality Assurance and Accreditation Standards” was held by the Quality. . .

BACK TO NEWS

User account menu