د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې د دوه ورځني ښوونیز ورکشاپ د لومړۍ ورځې ترسره کېدل

ghru_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۲۲:۴۸
Image

نن دوشنبه، د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالحجې الحرام لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غویي له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د پوهنتون غور د کارموندنې مرکز له لوري، د محصلانو د انسجام او خدمتونو عمومي مدیریت په همغږۍ، د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او د وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ، د یو شمېر استادانو، مدیرانو او ګڼ شمېر محصلانو په حضور کې، په علمي او معنوي فضا کې ترسره شو.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته محترم پوهنمل سخي‌مراد غوریانفر د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې آمر، د کاورلېټر پر اهمیت، د هغه پر ادبي او مسلکي لیکدود، موخو، پایلو او اساسي برخو هر اړخیز او ګټور معلومات وړاندې کړل.

ورپسې محترم پوهنیار نثار احمد واحدي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد، د سي وي لیکلو پر اهمیت، د سي وي تعریف او د دندو لپاره د اپلای پر مهال د هغې د رول په اړه مهم او اساسي موضوعات تشریح کړل. همدارنګه محصلانو د پروګرام په عملي برخه کې د کاورلېټر او سي وي د ترتیبولو اړوند تمرینونه ترسره کړل.

همدارنګه محترم پوهنیار اسدالله فیضي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد، د وظیفوي مرکې په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې او محصلان یې وهڅول چې له دې ډول علمي او ښوونیزو پروګرامونو څخه اعظمي ګټه واخلي.

په پای کې، د دې ورکشاپ تنظیموونکو هیله څرګنده کړه چې د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړول به د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت په لوړولو کې اغېزناک تمام شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱:۱۲
Background image

د غور پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ستراتیژیک پلان په اړه د پوهاوي سیمینار

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۸ هجري کال د ربیع الثاني ۱۰مه، چې د ۱۴۰۵ هجري کال د مۍ له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، د غور پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ستراتیژیک پلان په اړه د پوهاوي سیمینار د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۴:۲۸
Background image

د غور پوهنتون د علمي څېړنو عمومي ریاست د څلورمې درجې لپاره شفاهي ازموینه (مرکه)

نوماندانو ته خبر ورکول کیږي چې د غور پوهنتون د علمي څېړنو عمومي ریاست د څلورمې درجې شفاهي ازموینه (مرکه) په بشپړ ډول منظم، شفاف او عادلانه فضا کې د پوهنتون د مشرتابه غړو، د ولایت د والي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۲۲:۵۹
Background image

د غور پوهنتون د څلورو پوهنځیو د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د پسرلي سمستر د غوره زده کونکو د ستاینې یوه شانداره غونډه

نن دوشنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الثاني لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د سپتمبر له ۲۳مې سره سمون خوري، د غور پوهنتون د بشري سرچینو او کلتوري خدماتو عمومي مدیریت لخوا د غور. . .

BACK TO NEWS

User account menu