د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې د دوه ورځني ښوونیز ورکشاپ د لومړۍ ورځې ترسره کېدل

ghru_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۲۲:۴۸
Image

نن دوشنبه، د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالحجې الحرام لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غویي له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د پوهنتون غور د کارموندنې مرکز له لوري، د محصلانو د انسجام او خدمتونو عمومي مدیریت په همغږۍ، د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او د وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ، د یو شمېر استادانو، مدیرانو او ګڼ شمېر محصلانو په حضور کې، په علمي او معنوي فضا کې ترسره شو.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته محترم پوهنمل سخي‌مراد غوریانفر د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې آمر، د کاورلېټر پر اهمیت، د هغه پر ادبي او مسلکي لیکدود، موخو، پایلو او اساسي برخو هر اړخیز او ګټور معلومات وړاندې کړل.

ورپسې محترم پوهنیار نثار احمد واحدي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد، د سي وي لیکلو پر اهمیت، د سي وي تعریف او د دندو لپاره د اپلای پر مهال د هغې د رول په اړه مهم او اساسي موضوعات تشریح کړل. همدارنګه محصلانو د پروګرام په عملي برخه کې د کاورلېټر او سي وي د ترتیبولو اړوند تمرینونه ترسره کړل.

همدارنګه محترم پوهنیار اسدالله فیضي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد، د وظیفوي مرکې په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې او محصلان یې وهڅول چې له دې ډول علمي او ښوونیزو پروګرامونو څخه اعظمي ګټه واخلي.

په پای کې، د دې ورکشاپ تنظیموونکو هیله څرګنده کړه چې د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړول به د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت په لوړولو کې اغېزناک تمام شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۰:۴۸
Background image

د "د دندې لټون او کارموندنې په پروسه کې د آنلاین رسنیو او سوداګریزو اعلاناتو رول سپړنه" تر سرلیک لاندې روزنیز سیمینار.

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲۴مه، چې د ۱۴۰۵ کال د می له ۱۵مې سره سمون خوري، د غور پوهنتون د مرستیال د کارموندنې مرکز لخوا د پنځم او اووم سمسترونو زده کونکو لپاره "د کار موندنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۴:۲۳
Background image

د غور پوهنتون د اکاډمیک کارمندانو او اداري کارمندانو لخوا د نیکۍ د امر او بدۍ د منع کولو د قانون د کتاب ازموینه ترسره کول

نن دوشنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الثاني ۲۲مه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د می د ۱۳مې سره سمون خوري، د لوړو زده کړو وزارت د محترم چارواکي په لارښوونه، د غور پوهنتون د اکاډمیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۳:۴۴
Background image

د غور پوهنتون د کیفیت د ښه والي ریاست لخوا د "د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو معیارونو تشریح" په اړه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ

نن، شنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الثاني ۱۳مه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د می د میاشتې له ۴مې سره سمون خوري، د غور پوهنتون د کیفیت د ښه والي ریاست لخوا د کیفیت د ښه والي او اعتبار. . .

BACK TO NEWS

User account menu