لیدلوری،ماموریت او موخې

لیدلوری (Vision)
غور پوهنتون د اسلامي ارزښتونو په ساتلو سره هڅه کوي چې د باکیفیته تدریس، علمي څېړنو او اغېزمنو خدمتونو په وړاندې کولو سره په راتلونکې کې د هېواد په کچه د یو باوري علمي بنسټ په توګه وپېژندل شي.

ماموریت (Mission)
غور پوهنتون د ديني او علمي ارزښتونو په ساتلو او د معیاري او باکیفیته تدریس د زمینه برابرولو له لارې، د ملي او نړیوالو منل شوو معیارونو پر بنسټ متخصص کادرونه او متعهد شخصیتونه روزي او ټولنې ته یې وړاندې کوي.

ستراتېژیک اهداف
• د ټولنې د اسلامي او ديني ارزښتونو ساتنه او پیاوړتیا؛
• د علمي، تعلیمي او لېسانس پروګرامونو پراختیا؛
• د استادانو او محصلانو لپاره د عادلانه ودې او پرمختګ فرصتونو رامنځته کول؛
• د علمي-تحقیقي پروګرامونو طرحه او پلي کول؛
• د کیفیت د لوړونې او اعتبار ورکولو فعالیتونو پیاوړتیا؛
• د داخل خدمت او شپې پروګرامونو پراختیا؛
• په ټولو کاري چارو کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه؛
• د پوهنتون د کیفیت ارزونه او اعتبار ورکول؛
• د کار بازار د اړتیاوو سره سم د ښوونکو او مسلکي کادرونو روزنه؛
• د ټولنې د هوساینې او ځان بساینې لپاره هڅه؛
• په ټولنه کې د پوهنتون هویت تثبیتول؛
• د پوهنتون د موخو د لاسته راوړلو لپاره د ځواکونو او امکاناتو متمرکز کول؛
• د ځان ارزونې د فرصتونو زیاتول او د فعالیتونو کنټرول په مناسب چوکاټ کې پلي کول؛
• په پوهنتون کې د کار موثریت او اغېزمنتیا زیاتول؛
• د تحصیلي څانګو سره سم د علمي او مسلکي مهارتونو وده؛
• د تحصیلي وسایلو (کتابونه، درسي مواد او تجهیزات) برابرول؛
• د تدریس او د تېزس د دفاع پر مهال د علمي نظم او دسپلین رامنځته کول؛
• د باکیفیته او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مجهزو زیربناوو رامنځته کول؛

User account menu