علمي او تعلیمي سیمینار چې سرلیک یې "اسلامي نظام سره صداقت او ژمنتیا"

ghru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۴:۳۰
Image

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د جمادي الاول ۲۸مه، چې د ۱۴۰۴ هجري کال د اکتوبر له ۲۸مې سره سمون خوري، د دې عالي علمي ادارې د کنفرانسونو په تالار کې د "اسلامي نظام سره صداقت او ژمنتیا" تر سرلیک لاندې یو علمي او تعلیمي سیمینار ترسره شو.

په دې مراسمو کې د غور پوهنتون رئیس مولوي مجیب الله "مغري"، د منار د علمي، فکري او کلتوري شورا غړي مولوي محمد صادق "راساس"، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د پوهنتون ګڼ شمېر استادانو او کارمندانو ګډون کړی و.

غونډه د علمي چارو د مرستیال اجرایوي رییس قاري محمد ظریف "ظاهر" لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. له هغې وروسته، مولوي محمد صادق "راساس" د اسلامي نظام د مقام او ارزښت په اړه خبرې وکړې او د اسلامي نظام په چوکاټ کې د صداقت، وفادارۍ او مسؤلیت پر اهمیت ټینګار وکړ.

بیا، د محصلینو چارو مرستیال پوهاند عبدالرؤف "فیاض" د اسلامي نظام سره د صداقت او ژمنتیا په اړه یو علمي او مفصل پریزنټیشن وړاندې کړ. هغه د ارزښتناکو ټکو او علمي تحلیلونو په څرګندولو سره د اسلامي نظام د بنسټونو په پیاوړتیا کې د ځوانانو او علمي استازو رول روښانه کړ.

سیمینار د صداقت روحیه پیاوړې کولو، ژمنتیاوو پیاوړتیا او د اسلامي نظام ملاتړ په هدف ترسره شو او ګډونوالو دا د فکري او تعلیمي ودې په لاره کې یو ارزښتناک ګام وګڼلو.

د علمي پریزنټیشنونو او اغیزمنو ویناوو وروسته، مراسم د غور پوهنتون د رئیس مولوي صاحب مجیب الله "مقري" لخوا د ښې دعا سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۲:۵۷
Background image

ورکشاپ آموزشی معرفی و کاربرد از (Google Classroom) درحوزهٔ آموزش الکترونیک پوهنتون غور

امروز سه‌شنبه، مؤرخ ۲۹ شعبان‌المعظم ۱۴۴۷ هـ.ق، برابر با ۲۸ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش، ورکشاپ آموزشی معرفی و کاربرد (Google Classroom) در حوزهٔ آموزش الکترونیک، از سوی آمریت دیپارتمنت اگرانومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۲۲:۲۲
Background image

میاشتې د څلورمې درجې د شفاهي ازموینې د پایلو اعلان.

نوماندانو ته خبر ورکول کیږي چې د غور پوهنتون د اقتصاد او ښوونې او روزنې پوهنځي د تدریسي څانګو د څلورمې درجې شفاهي ازموینه (مرکه) ترسره شوه. پدې مرحله کې، د دواړو پوستونو څخه اوه غوره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۲:۲۵
Background image

امضاء‌ تفاهم‌ نامه همکاری میان ریاست پوهنتون غور و ریاست صحت عامه ولایت غور

تفاهم‌نامه همکاری مشترک میان ریاست پوهنتون غور و ریاست صحت عامه ولایت غور، طی مراسمی رسمی با حضور مسئولان هر دو اداره در دفتر کاری ریاست پوهنتون به امضا رسید.
در آغاز این نشست، محترم. . .

BACK TO NEWS

User account menu