د غور د لوړو زده کړو مؤسسې د ممتازو محصلانو ستاینه

ghru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۵:۱
1

نن دوشنبه، د ۱۴۰۴/۱/۲۵ نېټه چې د ۱۴۴۶/۱۰/۱۶ سره برابره ده، د غور د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۳ هـ ش د مني سمستر د ممتازو محصلانو څخه ستاینه وشوه.

د ۱۴۰۳ هـ ش د مني سمستر د ممتازو محصلانو د تقدیر محفل، د غور د لوړو زده کړو مؤسسې په پوهنځیو کې د محترم مولوي صاحب مجیب‌الله مقري، د مؤسسې رئیس، پوهنیار عبدالروف فیاض، د محصلانو د چارو مرستیال، استاد احمد رصین، د مالي او اداري چارو مرستیال، د څلورو پوهنځیو رئیسانو، د مختلفو پوهنځیو د دیپارتمنتونو آمرینو، کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو په ګډون ترسره شو.

محفل د قاري صاحب محمد طیب پویـا له خوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته مولوي صاحب مجیب‌الله مقري، د غور د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دوی د مسؤلیتونو او موخو په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې.

بیا پوهنیار عبدالروف فیاض، د محصلانو د چارو مرستیال، په دې اړه خبرې وکړې چې ممتاز محصل څوک وي، او هغه محصلان چې په ټولنه کې د نمونې په توګه پېژندل کېږي، کوم ځانګړتیاوې لري.

په همدې ډول، د ټولو ټولګیو د ممتازو محصلانو (لومړی، دویم، او درېیم مقام) څخه ستاینه وشوه. محفل د استاد احمدي، د اسلامي علومو او کلتور استاد، په دعائیه سره پای ته ورسید.

.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۳:۳۳
Background image

سلسله دروس (اصلاحی ) برای همه پرسنل اداری و اعضای کادری

سلسله دروس (اصلاحی ) برای همه پرسنل اداری و اعضای کادری مؤسسه تحصیلات عالی غور:

امروز یکشنبه مورخ ۴ ذوالحجه ۱۴۴۶ ه ق مطابق با ۱۱جوزا ۱۴۰۴  ه ش، درس جریده رسمی قانون امر بالمعروف و نهی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۰:۱۵
Background image

برگزاری امتحان کانکور در مؤسسه تحصیلات عالی غور

برگزاری امتحان کانکور در مؤسسه تحصیلات عالی غور:

‐--------------------------‐--------

  الیوم پنجشنبه ۱ ذوالحجة الحرام ١٤٤٦ هجري قمري– ۸ جوزا ۱۴۰۴ ش امتحان داوطلبان کانکور  ١٤٠٤ در یک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۲۳:۴۳
Background image

ادامه دروس (اصلاحی ) برای همه پرسُنل اداری و اعضای کادری مؤسسه تحصیلات عالی غور

ادامه دروس (اصلاحی ) برای همه پرسُنل اداری و اعضای کادری مؤسسه تحصیلات عالی غور:

امروز چهار شنبه مؤرخ ۳۰ ذوالقعده ١٤٤٦، مطابق ۷ ثور ۱۴۰۴ مضمون درس( فقه شریف) توسط نامزد پوهنیار شاه. . .

BACK TO NEWS

User account menu