د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې د لومړۍ ورځې ترسره کېدل په غور پوهنتون کې

ghru_admin
جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۲۳:۵۸
image

نن پنجشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۷مه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور له ۲۴مې نېټې سره برابره ده، د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه د لومړۍ ورځې لپاره د غور پوهنتون په علمي او منظم چاپېریال کې ترسره شوه.

غونډه د غور پوهنتون د تحقیقاتو او علمي مجلې آمر محترم پوهنمل قاري محمدطیب «پویا» لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

وروسته د ازموینو عمومي ادارې د استول شوي پلاوي مشر محترم مولوي سعیدالرحمن «سعید» د غور پوهنتون د رهبرۍ له همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ازموینې له بهیر څخه جدي او دقیق نظارت ترسره شوی او د یوې شفافې، عادلانه او منظمې ازموینې د ترسره کېدو لپاره ټول لازم تدابیر نیول شوي دي.

همدارنګه د غور ولایت د معارف ریاست سرپرست محترم مفتي محمد حافظ «صابري» د تعلیم، تحصیل، سالمې روزنې او د ځوانانو او محصلینو د مسلکي جوړونې د اهمیت په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې او د ټولنې په پرمختګ کې یې د علم او پوهې پر اساسي رول ټینګار وکړ.

ورپسې د غور پوهنتون رئیس محترم مولوي مجیب‌الله «مقري» میلمنو، مسؤلینو او د کانکور ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د علم او پوهې د ارزښت او اهمیت په اړه یې وینا وکړه. نوموړي کانکور ازموینه یوازې یوه ازموینه ونه بلله، بلکې د علم، فردي ودې او د هېواد د پرمختګ پر لور یې یوه دروازه وبلله.

د غور پوهنتون رئیس د هېواد د راتلونکي په جوړښت کې د پوهې او لوړو زده کړو رول مهم او اساسي وباله او د تحصیل او زده کړو د کچې د لوړولو لپاره یې د ځوان نسل هر اړخیز ملاتړ باندې ټینګار وکړ.

په پای کې غونډه د ګډونوالو په حضور کې د پوښتنو د صندوقونو په پرانیستلو او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۲۲:۵۷
Background image

په غور پوهنتون کې د "ډیجیټل مدیریت او پلان جوړونې کې د مایکروسافټ ټیمونو رول" په اړه روزنیز ورکشاپ

نن دوشنبه، د ۱۴۴۸ هجري لمریز کال د محرم ۶مه، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څېړنې ټیم لخوا د کمپیوټر ساینس پوهنځي، استادانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۶
Background image

د غور پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو د علمي لاسته راوړنو او نوښتونو لومړی نندارتون

نن یکشنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم ۵ مه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د جون له ۳۱ سره سمون خوري، د غور پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو د علمي لاسته راوړنو او نوښتونو لومړی. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۹ - ۲۲:۴۴
Background image

په غور پوهنتون کې د ساینسي ترویج لپاره علمي کنفرانس

نن پنجشنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم ۲مه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د جون ۲۸مه سره سمون خوري، د غور پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا د علمي کارمندانو د یو غړي د ترویج لپاره یو. . .

BACK TO NEWS

User account menu