د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې د دوه ورځني ښوونیز ورکشاپ د لومړۍ ورځې ترسره کېدل

ghru_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۲۲:۴۸
Image

نن دوشنبه، د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالحجې الحرام لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غویي له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د پوهنتون غور د کارموندنې مرکز له لوري، د محصلانو د انسجام او خدمتونو عمومي مدیریت په همغږۍ، د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او د وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ، د یو شمېر استادانو، مدیرانو او ګڼ شمېر محصلانو په حضور کې، په علمي او معنوي فضا کې ترسره شو.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته محترم پوهنمل سخي‌مراد غوریانفر د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې آمر، د کاورلېټر پر اهمیت، د هغه پر ادبي او مسلکي لیکدود، موخو، پایلو او اساسي برخو هر اړخیز او ګټور معلومات وړاندې کړل.

ورپسې محترم پوهنیار نثار احمد واحدي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد، د سي وي لیکلو پر اهمیت، د سي وي تعریف او د دندو لپاره د اپلای پر مهال د هغې د رول په اړه مهم او اساسي موضوعات تشریح کړل. همدارنګه محصلانو د پروګرام په عملي برخه کې د کاورلېټر او سي وي د ترتیبولو اړوند تمرینونه ترسره کړل.

همدارنګه محترم پوهنیار اسدالله فیضي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد، د وظیفوي مرکې په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې او محصلان یې وهڅول چې له دې ډول علمي او ښوونیزو پروګرامونو څخه اعظمي ګټه واخلي.

په پای کې، د دې ورکشاپ تنظیموونکو هیله څرګنده کړه چې د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړول به د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت په لوړولو کې اغېزناک تمام شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۲:۰
Background image

د غور پوهنتون کې د "مجوسي محاکمه" په نوم د عملي او تعلیمي پروګرام ترسره کول

د غور پوهنتون د انسجام او محصلانو د خدمتونو د عمومي ریاست په هماهنګۍ د غور پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او حقوقو د څانګې له خوا د "مذهبي محکمې" تر عنوان لاندې عملي او ښوونیز پروګرام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۶:۱۱
Background image

برگزاری سمینار علمی و آگاهی‌دهی تحت عنوان «اهمیت و ارزش هوش مصنوعی در آموزش» در پوهنتون غور

امروز دوشنبه، مؤرخ ۲۹ ذوالحجةالحرام ۱۴۴۷ هـ.ق، برابر با ۲۵ جوزای ۱۴۰۵ هـ.ش، سمینار علمی و آگاهی‌دهی تحت عنوان «اهمیت و ارزش هوش مصنوعی در آموزش» از سوی مرکز شغل‌یابی، با هماهنگی مدیریت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۵:۴۹
Background image

په غور پوهنتون کې د "د حنفي فقهې د معتبرو کتابونو او فتوا اصطلاحاتو پیژندنه" تر سرلیک لاندې علمي او تعلیمي سیمینار

نن دوشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذوالحجې ۲۹مه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د جون له ۲۵مې سره سمون خوري، د شرعياتو پوهنځي د څېړنيزې پلاوي لخوا د دې پوهنځي د استادانو او د پوهنځي ټولو غړو. . .

BACK TO NEWS

User account menu