د غور د لوړو زده کړو مؤسسې د ممتازو محصلانو ستاینه

ghru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۵:۱
1

نن دوشنبه، د ۱۴۰۴/۱/۲۵ نېټه چې د ۱۴۴۶/۱۰/۱۶ سره برابره ده، د غور د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۳ هـ ش د مني سمستر د ممتازو محصلانو څخه ستاینه وشوه.

د ۱۴۰۳ هـ ش د مني سمستر د ممتازو محصلانو د تقدیر محفل، د غور د لوړو زده کړو مؤسسې په پوهنځیو کې د محترم مولوي صاحب مجیب‌الله مقري، د مؤسسې رئیس، پوهنیار عبدالروف فیاض، د محصلانو د چارو مرستیال، استاد احمد رصین، د مالي او اداري چارو مرستیال، د څلورو پوهنځیو رئیسانو، د مختلفو پوهنځیو د دیپارتمنتونو آمرینو، کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو په ګډون ترسره شو.

محفل د قاري صاحب محمد طیب پویـا له خوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته مولوي صاحب مجیب‌الله مقري، د غور د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دوی د مسؤلیتونو او موخو په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې.

بیا پوهنیار عبدالروف فیاض، د محصلانو د چارو مرستیال، په دې اړه خبرې وکړې چې ممتاز محصل څوک وي، او هغه محصلان چې په ټولنه کې د نمونې په توګه پېژندل کېږي، کوم ځانګړتیاوې لري.

په همدې ډول، د ټولو ټولګیو د ممتازو محصلانو (لومړی، دویم، او درېیم مقام) څخه ستاینه وشوه. محفل د استاد احمدي، د اسلامي علومو او کلتور استاد، په دعائیه سره پای ته ورسید.

.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۴:۲۱
Background image

برگزاری سمینار آگاهی‌ دهی تحت عنوان «ضررهای مواد مخدر و راه‌های مبارزه با آن»

امروزدوشنبه، مورخ ۱۸ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش، برابر با ۲۸ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق،
سمینار آگاهی‌دهی تحت عنوان «ضررهای مواد مخدر و راه‌های مبارزه با آن»، از سوی مدیریت عمومی انسجام و خدمات محصلان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۳:۱۲
Background image

د غور پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د زده کونکو ترمنځ د شعر ویلو سیالۍ وروستی پړاو

نن سه شنبه، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادي الاول ۲۲مه، چې د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د اکتوبر له ۱۲مې سره سمون خوري،

د غور پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د زده کوونکو ترمنځ د شعر ویلو سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۲:۵۴
Background image

برگزاری سمینار آموزشی تحت عنوان «فشارهای زندگی و راه‌های مبارزه با آن» در پوهنتون غور

امروز یک‌شنبه، مورخ ۲۰ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸هـ.ق برابر با  ۱۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش، سمینار آموزشی تحت عنوان «فشارهای زندگی و راه‌های مبارزه با آن»، از سوی مدیریت عمومی انسجام و خدمات محصلان، با. . .

BACK TO NEWS

User account menu