د غور پوهنتون د مني سمستر وروستۍ ازموینې

ghru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۴:۴
Image

نن دوشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د جمادي الثاني د ۲۴مې نېټې سره سمون خوري، د غور پوهنتون د مني سمستر وروستۍ ازموینې چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د جمادي الثاني د لومړۍ نېټې سره سمون خوري، د شپاړسو اونیو تعلیمي او اکاډمیک بهیر وروسته په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

دا ازموینې په ټولو پوهنځیو کې د نصاب او د لوړو زده کړو وزارت د محترم چارواکي د لارښوونې پر بنسټ، په منظم، شفاف چاپیریال او د ازموینې د اصولو او طرزالعملونو سره سم ترسره شوې.

د ازموینو په جریان کې، د ازموینو د ټولګیو حالت، د ښوونکو پر وخت حاضري، د اړوندو کارمندانو همکاري او د زده کونکو هڅې په پراخه کچه وڅارل شوې او له نېکه مرغه په ​​ټولو څانګو کې اړین نظم، همغږي او شفافیت ډاډمن شو.

د یادونې وړ ده چې د غور پوهنتون د مني سمستر وروستۍ ازموینې په بریالیتوب سره پرته له کومې ستونزې، په ارامه او ډاډمنه فضا کې پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۲۲:۴۸
Background image

د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې د دوه ورځني ښوونیز ورکشاپ د لومړۍ ورځې ترسره کېدل

نن دوشنبه، د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالحجې الحرام لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غویي له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د پوهنتون غور د کارموندنې مرکز له لوري، د محصلانو د انسجام او خدمتونو عمومي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۲۳:۵۸
Background image

د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې د لومړۍ ورځې ترسره کېدل په غور پوهنتون کې

نن پنجشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۷مه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور له ۲۴مې نېټې سره برابره ده، د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه د لومړۍ ورځې لپاره د غور پوهنتون په علمي او منظم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۰:۴۸
Background image

د غور پوهنتون د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینې د داوطلبانو د بایومتریک ثبت بهیر پیل شو.

نن سه‌شنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۵مه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غویي له ۲۲مې نېټې سره سمون خوري، د غور پوهنتون کې د عمومي کانکور، دیني مدرسو او اختصاصي کانکور د «۱۴ پاسانو». . .

BACK TO NEWS

User account menu