د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې د دوه ورځني ښوونیز ورکشاپ د لومړۍ ورځې ترسره کېدل

ghru_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۲۲:۴۸
Image

نن دوشنبه، د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالحجې الحرام لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غویي له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د پوهنتون غور د کارموندنې مرکز له لوري، د محصلانو د انسجام او خدمتونو عمومي مدیریت په همغږۍ، د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او د وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ، د یو شمېر استادانو، مدیرانو او ګڼ شمېر محصلانو په حضور کې، په علمي او معنوي فضا کې ترسره شو.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته محترم پوهنمل سخي‌مراد غوریانفر د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې آمر، د کاورلېټر پر اهمیت، د هغه پر ادبي او مسلکي لیکدود، موخو، پایلو او اساسي برخو هر اړخیز او ګټور معلومات وړاندې کړل.

ورپسې محترم پوهنیار نثار احمد واحدي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد، د سي وي لیکلو پر اهمیت، د سي وي تعریف او د دندو لپاره د اپلای پر مهال د هغې د رول په اړه مهم او اساسي موضوعات تشریح کړل. همدارنګه محصلانو د پروګرام په عملي برخه کې د کاورلېټر او سي وي د ترتیبولو اړوند تمرینونه ترسره کړل.

همدارنګه محترم پوهنیار اسدالله فیضي د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې استاد، د وظیفوي مرکې په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې او محصلان یې وهڅول چې له دې ډول علمي او ښوونیزو پروګرامونو څخه اعظمي ګټه واخلي.

په پای کې، د دې ورکشاپ تنظیموونکو هیله څرګنده کړه چې د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړول به د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت په لوړولو کې اغېزناک تمام شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۲۲:۴۸
Background image

د «سي وي لیکلو، کاورلېټر لیکلو او وظیفوي مرکې» تر سرلیک لاندې د دوه ورځني ښوونیز ورکشاپ د لومړۍ ورځې ترسره کېدل

نن دوشنبه، د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالحجې الحرام لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غویي له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د پوهنتون غور د کارموندنې مرکز له لوري، د محصلانو د انسجام او خدمتونو عمومي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۲۳:۵۸
Background image

د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې د لومړۍ ورځې ترسره کېدل په غور پوهنتون کې

نن پنجشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۷مه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور له ۲۴مې نېټې سره برابره ده، د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه د لومړۍ ورځې لپاره د غور پوهنتون په علمي او منظم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۰:۴۸
Background image

د غور پوهنتون د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینې د داوطلبانو د بایومتریک ثبت بهیر پیل شو.

نن سه‌شنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام ۲۵مه، چې د ۱۴۰۵هـ.ش کال د غویي له ۲۲مې نېټې سره سمون خوري، د غور پوهنتون کې د عمومي کانکور، دیني مدرسو او اختصاصي کانکور د «۱۴ پاسانو». . .

BACK TO NEWS

User account menu